ټاکل شوې په مصر کې د حقوقي او د اساسي قانون د ماهرانو يوه لس کسيزه کمېټه نن غونډه وکړي چې د اساسي قانون پر اصلاحاتو کار پيل کړي.
د جولاى پر درېيمه د پوځ له خوا د ولسمشر محمد مرسي تر پرځولو وروسته د مصر اساسي قانون وځنډول شو.
دغه کمېټه د موقت ولسمشر عدلي منصور له خوا وګمارل شوه، چې په تشکيل کې يې د پوهنتون څلور استادان او شپږ قاضيان شامل دي.
دوى په اساسي قانون کې د اصلاحاتو لپاره يوه مياشت وخت لري، بيا به يوې پنځوس کسيزې ډلې ته وړاندې شي چې د مصر بېلابېلې خواوې به په کې شاملې وي.
مخکنى لانجمن اساسي قانون د تېر ميلادي کال په ډسمبر کې د ټولپوښتنې په نتيجه کې په (څلورشپېته) فيصده مثبتو رايو سره تصويب شو، په دې ټولپوښتنه کې د خلکو ګډون ٣٣ فيصده و، وروسته پر دې قانون انتقادونه وشول او ادعا وشوه چې نامشروع دى.
د مصر موقت صدراعظم حازم البِبلاوي پرون په مصر کې د خال خال له تاوتريخوالي ډکو اختلافاتو د پايته رسېدو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې امن بايد تامين شي:
”موږ جنګ ته ورته وضعيت کې يو. په داسې جګړه کې نه چې يوڅوک به راځي او پرما به بريد کوي، بيا به زه د خپل ځان دفاع کوم. نه، په داسې مبارزه بوخت يو چې په هېواد کې د روانې وينې تويېدنې مخه ونيسو، اقتصادي فعاليت بېرته اعاده او په کوڅو کې امن تامين کړو“
البِبلاوي وويل امن په کار ده د اقتصادي ودې لپاره هم تامين شي.
له ٢٠١١م کال راهيسې چې پخوانى واکمن حسني مبارک له واک څخه ليرې شوى، د مصر اقتصاد ته سخت زيان رسېدلى دى، سيلانيان دغه هېواد ته کم ورځي او د بهرنيو سوداګرو پانګونه هم کمه شوې ده.