ولسمشر کرزی: په پروان ولایت کې دې نښته کوونکې د قانون منګولو ته وسپارل شي

افغان ولسمشر امنیتي اورګانونو ته امر کړی چې؛ په پروان کې د تېرې ورځې د پېښې عاملین ژر ترژه د قانون منګلو ته وسپاري.

د جمهوري ریاست په مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي چې؛ افغان ولسمشر د پروان له والي عبدالبصیر سالنګي څخه په دې اړه د نورو معلوماتو غوښتنه کړې.

تیره ورځ د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې د غیر مسولو وسله والو تر منځ نښته کې ۱۲ تنه وژل شوي دي.

جبل السراج د پروان له مرکزه اوه کيلومتره لرې شمال لور ته موقعيت لري.