په بغداد او شاوخوا سیمو کې په یو لړ هغو چادونو کې چې قهوه خانې او سماوارونه په کې په نښه شوي وو، شپاړلس کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
په خبرونو کې ویل شوي دا چاودنې تیره شپه هغه مهال شوې دي چې؛ ځوانان د فوټبال د لوبو د لیدو لپاره دې سماوارونه ته تلل .
دا چاودنې د بغداد په شمال او جنوب کې په چایخانو کې او همدارنګه د پایتخت په جنوبي ښارونو کې شوې دي .
د اسوشېتېدپریس خبري آژانس د راپور له مخې په دې چاودنو کې د شپاړسو او رویټرز خبري آژانس د دوه ویشتو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی.
په روان کال کې په عراق د سني او شیعه مسلمانانو ترمنځ په فرقه يي شخړو کې زرګونو کسان وژل شوې دي چې یوازې زر تنه یې د مۍ په میاشت کې د همدې شخړو په ترڅ کې ووژل شول .