ناڅرګندو کسانو په ننګرهار کې د علماو د شورا یو غړی تښتولی

د ننګرهار د بهسود ولسوال نعمت الله وايي،چې ناڅرګندو کسانو تېر ماښام ددې ولسوالۍ په کلای جنګل سیمه کې د ننګرهار د علماو د شورا غړی مولوی غلام محمد تښتولی.

نوموړی وآيي،چې د تښتول شوي کس په اړه د دوی پلټنې روانې دي،ولې تر دې دمه يې درک نه دی لګیدلی.

د ویلو ده،چې په دې وروستیو کې د انسان تښتوونې پيښې ډيرې شوي،چې څه موده وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي تیم کپتان محمدنبي عیسی خيل پلار هم ناڅرکندو کسانو د بهسود ولسوالۍ اړوند د جلال اباد او تورخم په لویه لاره تښتولی و،چې تر اوسه يې درک نه دی معلوم شوی.