د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان د حکومت ضد مظاهره کوونکو پر ضد د پولیسو د چلند دفاع وکړه او لویدیځ هیوادونه یي دده پر حکومت د انتقاد له امله دوه مخي وبلل.
اردوغان د جمعې په ورځ وویل، ټوله نړۍ د ترکیې پر پولیسو چې د غیرقانوني اعمالو د خورولو په مقصد یې له ځینو میتودونو څخه کار اخیستی او مداخله یي کړې، حملې کوي.
د ترکیې صدراعظم زیاته کړه، زیات مثالونه شته چې په امریکا، اروپایي اتحادیي او روسیه کي پولیسو د اوښکي بهوونکي غاز له تاکتیکونو څخه کار اخیستی دی.
د اروپایي اتحادیي پارلمان د چهارشنبې په ورځ یو پریکړه لیک تصویب کړی و او د مظاهره کوونکو پر وړاندې یې د ترکیې د حکومت له خوا د قوي استعمال یې په کې غندلی و.