د یونان حکومت د پیسو د سپما په مقصد، د هېواد دولتي راډیو تلویزیون وتاړه.
دا پریکړه د سې شنبې په ورځ د لږې خبرتیا وروسته اعلان شوه او د دولتې خپرونو ټول کانالونه بند شول.
د دولتي راډیو تلویزیون له شاوخوا دوه نیم زرو کارکوونکو څخه غوښتل شوې چې د نورو کارونو لټه دي وکړي.
په سلونو کارکوونکې د مرکز آتن په شمال کې د دولتي راډیو تلویزیون د مرکزي ودانۍ مخې ته د اعتراض په ډول راټول شوي او ژورنالیستان نه غواړي چې له ودانۍ څخه ووځي.
د یونان د دولتي راډیو تلویزیون کارکوونکې وایي، د حکومت په دي بي ځایه پریکړې یي ټکان خوړلی. د کاترینا لونیدوو په نامه ژورنالیسته وایي:
«موږ د یوه مناسب سټیشن لپاره خپل ژوند او روح ورکړیدی. مونږ شپې او ورځې تېرې کړې او معاشونه مو هم ندي راکړ شوي. مونږ د تېر نومبر میاشتې راهیسي معاشونه ندي اخیستي. زمونږ ټولې هلې ځلې په اوبو لاهو شوې. مونږ یي په دي ډول وغورځولو. دا دشرم او خجالت ځاي دی».
د حکومت ویاند سیموس کېدیکول ګلو دولتي راډیو تلویزیون، د پیسو مصرفونکې، د اداري فساد او ناوړه ادارې مرکز وباله.
د یونان دولتي راډیو تلویزیون په کال کې شاوخوا دري سوه میلونه ایرو بودجه درلوده.
یونان تر فشار لاندي دی چې د ۲۴۰ میلیاردو ایرو نړیوال مالی ضمانت د ترلاسه کولو لپاره باید لګښتونه کم او مالیې پورته کړې او دغه راز دولتې دندې هم باید کمي کړې.