افغان حکومت: طالبان د اسلام د دښمنانو په خدمت کې دي

د افغانستان حکومت وویل، په کابل کې ځان وژونکي برید دا ثابته کړه چې طالبان د اسلام د دښمنانو په خدمت کې دي.

د جمهوري ریاست په خبر پاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر کرزي د سترې محکمې مخې ته پرونۍ چاودنه په سختو ټکیو غندلې ده.

په دې چاودنه کې اوولس تنه ووژل شول او نهه دیرش نور ټپیان شول.

طالبانو د دې برید مسوولیت منلی دی.