په لغمان کې يوه ښځه په ډزو ټپي شوه

د لغمان امنيتي چارواکو یوه څلویښت کلنه میرمن،چې په ډزو زخمې شوې د ننګرهار مرکزي روغتون ته انتقال کړه.

د لغمان د ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډیو ته وویل،چې د دوی امنيتي ځواکونو نن سهار وختي د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند د محاجرینو ښارګوټي ته څېرمه یوه څلویښت کلنه ميرمن، چې په ډزو زخمي شوې وه د ننګرهار مرکزي روغتون ته انتقال کړې،چې اوس تر درملنې لاندې ده.

ځواک وايي لومړني معلومات ښيي،چې دغه څلویښت کلنه ميرمن بي بې جانه نومیږي، د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسیدونکې ده او تېره ورځ د همدې ولسوالۍ اوسیدونکي دل اغا له له ځانه سره په موټر کې پورته کړې وه او د ویشتلو وروسته تېره شپه دلغمان د قرغیو ولسوالۍ د محاجرینو ښارګوټې ته څيرمه سیمه کې غورځولې وه،خو دا لا څرګنده نه ده،چې دغه میرمن يي ولې په ډزو ویشتې ده.

بلخوا د ننګرهار د امنیه قومندانۍ چارواکي د یادې پيښې په اړه ناخبري ښي.