څه د پاسه ۶۰هېوادونو د وسلو د سوداګرۍ د تنظیم په هدف د م.م تړون لاسلیک کړ

په یوه تاریخي ګام کې پرون څه د پاسه شپیتو هېوادونو په نړېواله سطحه د وسلو د سوداګرۍ د تنظیم په هدف د ملګرو ملتونو تړون لاسلیک کړ.

په دې تړون کې چې تیره ورځ د لومړي ځل لپاره د لاسلیک لپاره وړاندې شو د ټانکونو،توپخاني،پوځي موټرو،جنګي الوتکو ،جنګي کشتیو، او سپکو او وړو وسلو ،سوداګري شامله ده.

ارجنټاین لومړنۍ هیواد وو چې دا تړون يې لاسلیک کړ .په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هیواد به يې هم ډیر ژر دا تړون لاسلیک کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۲۰۰۶ م کال په اپریل میاشت کې په ۱۵۴ مثبتو رایو سره دا تړون تصویب کړی وو.

سورېې،ایران،او شمالي کوریا ددې تړون مخالفت کړی او د روسيي ،چین ،هند او مصر په ګډون ۲۳ هیوادونو په دې اړه رایه ورکونه کې برخه نه ده اخستې.