د بلوچستان اسمبلۍ نويو وکيلانو لوړه وکړه

نن د پاکستان د مرکزي پارلمان او دوو ايالتي اسمبليو د غونډو په ترڅ کې د نويو برياليو وکيلانو د لوړې پورته کولو مراسم تر سره شول او يوه نوي جمهوري حکومت ته د پينځو کلونو لپاره واک په رسمي توګه وسپارل شو.

د بلوچستان اسمبلۍ له ٦٥ تنو وکيلانو څخه شپېتو تنو وکيلانو لوړه وکړه، دا ځل د پښتنو ملتپال ګوند پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم په ايالتي حکومت کې شامل دى.

د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ د لسمې دورې لپاره د برياليو وکيلانو د لوړې اخيستنې غونډه د شنبې په ماځيګر وشوه چې د اسمبلۍ له پينځه شپېتو څوکيو څخه شپېتو تنو د راتلونکيو پينځو کلونو لپاره لوړه وکړه. د اسمبلۍ پخواني رئيس يا وياند سيدمطيع الله آغا- چې دا ځل په انتخاباتو کې ناکامه شوى- نويو برياليو کانديدانو د پاکستان په رسمي ژبه اردو باندې لوړه ورکړه او د ملتپالو ګوندونو وکيلانو پخپلو قومي ژبو پښتو، براهوي او بلوڅي کې سوګند وکړ.

په غونډه کې د مسلم نواز ګوند اتلسو وکيلانو، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند څورلسو وکيلانو، د نېشنل ګوند يوولسو وکيلانو، د جمعيت علماى اسلام ګوند اتو تنو وکيلانو، د مسلم ليګ قايداعظم ګوند پينځو وکيلانو، د عوامي نېشنل ګوند، بلوچستان نېشنل ګوند عوامي ډلې او مجلس وحدت المسلمين يوه- يوه وکيل ګډون کړى وو.

بلوچستان نېشنل ګوند تور لګوي چې په انتخاباتو کې ورسره درغلۍ شوې دي او د ګوند ډېر کانديدان يې په لوى لاس ناکامه کړاى شوي دي. د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اخترمېنګل او د ګوند يو بل کانديد يې ايالتي اسمبلۍ ته بريالى شوى وو او يو کانديد يې مرکزي پارلمان ته بريالى شوى وو، خو دوى نن له مرکزي پارلمان او د بلوچستان د ايالتي پارلمان د لوړې اخيستنې له مراسمو بايکاټ اعلان کړى وو، د يکشنبې په ورځ يې د ګوند خصوصي غونډه را بللې او په هغه کې به پرېکړه کوي چې په نوي حکومت کې برخه اخلي که نه؟

همدارنګه د انتخاباتو کميسون د يوې څوکۍ پر سر د ټاکنو نتايج ځنډولي، پر يوې څوکۍ باندې د بريالي شوي کانديد ډګرۍ محکمې جعلي بللې او د جل مګسي سيمې د يوه ازاد کانديد تر وژنې وروسته په هغه سيمه کې هم انتخابات نه دي شوي.

د يادونې وړ ده چې د بلوچستان د اعلى وزير انتخاب به د جون پر اوومه نېټه کېږي، ټاکل شوې ده چې د نېشنل ګوند مشر ډاکټر مالک بلوڅ او د مسلم ليګ نواز ګوند له دوو مشرانو سردار ثنا الله زهري او نوابزاده جنګېز مري څخه به يو د بلوچستان د اعلى وزير په توګه وټاکل شي. دا لا نه ده څرګنده چې راتلونکى اعلى وزير به څوک وي، خو په بلوچستان کې به د مسلم ليګ نواز ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نېشنل ګوند ګډ ايتلافي حکومت جوړېږي.

راپور:- بارکوال مياخېل- کوټه