د لوګر چارواکي په دې ولایت کې د سیمه يیزو پولیسو د زیاتیدو غوښتنه کوي

د لوګر دولتي چارواکي په دې ولایت کې د سیمه ایزو پولیسو د زیاتیدو غوښتنه کوي.

د لوګر والي ارسلا جمال له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل د سیمه اییزو پولیسو د زیاتیدو غوښتنه ځکه مهمه ده چې په ځینو سیمو کې د ملي اردو او ملي پولیسو فعالیتونه ناممکن دي نو دوي کولا شي تر ډېره پکې د امنیت په راوستلو کې بریالي ثابت شي.

ښاغلي جمال د خپلو خبرو په دوام کې دا هم وویل دا چې لوګر تر نورو جنوبي ولایتونو مرکز ته لنډ پروت دی وسله وال مخالفین به خامخا پکې ډېر فعاله وي خو د افغان ځواکونو لا همغږي به تر ډېره ددې وسله والو د فعالیتونو مخه ونیسي.