نواز شريف د نوي حکومت پر تشکيل خبرې پيل کړې

نواز شريف

دپاکستان پخواني صدراعظم نوازشریف، چې ګوند يې دشنبې ورځې په پارلماني انتخاباتو کې ډيرې څوکۍ ترلاسه کړي، بیګا ماښام خپل یوشمیر مهم ګوندي ملګري لاهور ته وربللي او د نوي حکومت جوړولو په باب ورسره غږیدلی دى.

دغیر رسمي نتایجو له مخې دهغه په مشرۍ مسلم لیګ نون ګوند د ملي پارلمان د ۲۷۲ انتخابي څوکیو نه لږترلږه ۱۳۰ هغه ترلاسه کړي دي.

دانتخاباتي قانون له مخې دغه ګوند به تردیرشو پورې انتصابي غړي هم پارلمان ته ور وپيژني، چې په دې سره به يې دوکیلانو اصل شمیر ۱۶۰ تنو ته ورسیږي.

ائتلاف ته اړتيا:

که څه هم تراوسه لا د انتخاباتو کمیسیون رسمي و نهايي نتایج ندي اعلان کړي، خو دقانون له مخې مسلم لیګ ګوند دحکوکت جوړولو لپاره لاهم د نورو ګوندونو یا کاندیدانو ملاتړ ته اړتیالري.

نوازشریف لا تراوسه له کوم ګوند سره د ائتلاف په باب څه ندي ویلي، خو دجمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وايي، چې نوازشریف ته دیوه ګډحکومت جوړولو وړاندیز کړی :

« نوازشریف ته مې وویل، چې موږ و تاسو باید په یوځای مزل وکړو. پردې هم وغږیدو چې په پښتونخوا کې د جمعیت علمای اسلام، مسلم لیګ او آفتاب احمدخان شیرپاو ګوندونه په ګډه یو ائتلافي حکومت جوړ کړي. که څه هم دا ابتدايي خبرې وې خو پریکړه وشوه چې پردې موضوع باید مفصل بحث وشي.«

غیررسمي نتیجې ښيي، چې دمولانا ګوند تراوسه دملي پارلمان اووه او دخیبرپښتونخوا په صوبايي اسامبله کې پنځلس څوکۍ ترلاسه کړې دي.

دمسلم لیګ یوه مشر خواجه سعد رفیق دمولانا ددې وړاندیز په باب دپوښتنې په ځواب کې وویل، چې ددوی اصل هدف دهغو ستونزو له منځه وړل دي، چې هیواد يې ورسره مخ دی:

« چا، چې کنځلي یو، سپکې سپورې يې راته کړي، ځورولي یا هرډول زیان یې رارسولی موږ بښلي، دوی دې موږ وبښي. دا وخت دشخړو او بدل اخیستو ندی، پاکستان له ډیرو سختو مشکلاتو سره مخ دی. ټول باید دهیواد دپرمختګ لپاره په ګډه کار وکړو. چا یوه څوکۍ ګټلې یا سل زموږ لپاره ټول دقدر وړ دي.«

هغه همداراز وویل، چې ددې ګوند مهم غړي دنوازشریف په مشرۍ سره راغونډ شوي، او ډير زر به خپله پریکړه اعلان کړي.

د غیررسمي نتیجو له مخې دنوازشریف مسلم لیګ ګوند دپنجاب ایالتي اسامبلې په ۲۹۷ انتخابي څوکيو کې څه باندې دوه سوه ګټلي او دحکومت په تشکیل کې دبل هیڅ ګوند مرستې ته اړتیا نه لري، خو په مرکز کې لاهم لږ ترلږه دشلو نورو وکیلانو حمایت ورته ضروري دی.

عمران په خيبر پښتونخوا کې:

دخیبرپښتونخوا په صوبايي اسامبله کې دعمران خان تحریک انصاف دوه دیرش، جمعیت علمای اسلام پنځلس، مسلم لیګ دولس، د آفتاب احمد خان شیرپاو قومي وطن ګوند اته، جماعت اسلام اووه او دیارلس څوکۍ خپلواکو کاندیدانو ترلاسه کړي دي.

که مولانا په خیبرپښتونخوا کې دیوه ائتلاف په جوړولو کامیاب شي، نو د انتصابي څوکیو په ترلاسه کولو سره به د تحریک انصاف چې تر دې وخته يې څلوردیرش څوکۍ ګټلي د حکومت جوړولو مخه ونیسي.

درغلۍ:

دشنبې ټاکنې د رای ورکوونکیو دشمیر له پلوه په دې هیواد کې بېسارې بلل شوي، خو یوشمیر سیاسي ګوندونو شکایت کړی، چې ځينې انتخاباتي حوزو کې پام وړ درغلي شوې.

په کوټه کې دبلوچستان نیشنل ګوند مشر سردار اختر مینګل ترو پورې کړ، چې په لوی لاس ددوی دکاندیدانو دبریالیتوب مخه نیول شوې، هغه د ټاکنو دنتایجو له منلو انکار وکړ.

همداراز په کراچۍ کې جماعت اسلامي او ځينې نورو ډلو او په خیبرپښتونخوا و قبائلي سیمو کې یوشمیر کاندیدانو هم ورته شکایت کړی دی.

دچارو څيړونکي خراب امنيتي وضعیت، مخ پر زوړ اقتصاد، اداري فساد، دبريښناکموالی او نور ډير مسایل دنوي جوړیدونکي حکومت پر وړاندې هغه عمده چلنجنونه ګڼي، چې ښايي نوازشریف او دهغه ګوند له ډیرو مشکلاتو سره مخ کړي.

مجیب الرحمان انګار