د مصر د پخواني ولسمشر حسني مبارک محاکمه د جون تر اتمې وځنډېدله

د مصر د پخواني ولسمشر حسني مبارک محاکمه نن بيا په قاهره کې پيل شوه، خو وروسته د جون تر اتمې نېټې پورې وځنډېده.

پر مبارک تور پورې دى چې په قاهره کې يې د ٢٠١١م کال د اعتراض کوونکو په وژنو کې لاس درلود.

دولتي رسنيو راپور ورکړى چې د قاهرې په يوه څنډه کې شا و خوا درې زره امنيتي افسرانو د پوليسو په اکاډمۍ کې د جوړې شوې محکمې امنيت نيولى و.

مبارک او د ده د وخت د کورنيو چارو وزير حبيب العدلي په جون مياشت کې محکوم او د عمري بند سزا ورته واورول شوه.

خو په جنورۍ کې د مصر سترې محکمې د دوى د استناف غوښتنه ومنله او د دوى د بيا محاکمه کېدو امر يې وکړ.

حسني مبارک د ٢٠١١م کال تر ١٨ ورځني پاڅون وروسته له واک څخه ليرې شو. په هغه پاڅون کې تر ٨٤٠ زيات کسان ووژل شول.