د پاکستان د انتخاباتو کميسيون د رايې ورکولو موده د يوه بل ساعت لپاره هم وغزوله. دغه موده همدا اوس پايته ورسېده.
د سخت دريځو وسلوالو له ګواښونو او مرګونو حملو سره- سره په انتخاباتو کې د خلکو ګډون زيات و.
پاکستاني طالبانو دغه انتخابات غندلي او غيراسلامي يې بللي دي، دوى ګواښ کړى چې د انتخاباتو بهير به ګډوډوي.
په کراچۍ کې په يوه بمي چاودنه کې چې د يوه سيکولر ګوند دفتر يې هدف و، لږ تر لږه لس کسان ووژل شول. بله خوا په بلوچستان کې د دوو کانديدانو د پلويانو ترمنځ په وسلواله جګړه کې پنځه کسان وژل شوي.