د ترکيې د کورنيو چارو وزير معمر ګولر وايي د سوريې پولې ته څېرمه د ترکيې په يوه ښارګوټي کې يوې چاودنې لږ تر لږه څلور کسان ووژل او ١٨ نور ټپيان کړل.
ګولر وايي په ريحانلي کې د نن ورځې د چاودنې د علت په اړه څېړنه روانه ده.
د رسنيو ځينې ناتاييد شوي راپورونه وايي چې دا د موټربم چاودنه وه. د NTV په نامه يوه خصوصي ټلويزيون بيا د څلورو چاودنو راپور ورکړى.