د امریکا او افغانستان د ګډ کمیسیون دویمه غونډه نن په کابل کې جوړه شوه چې پکې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تیر کال د مې په میاشت کې د لاسلیک شوي ستراتیژیک تړون په عملي کیدو خبرې وشوې.
په غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمي رسول او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویلیم برنز ګډون کړی وو.
د امریکا دبهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلیم برنز په یوه خبرې غونډه کې د افغانستان دسولې له بهیر، انتخابات او د امنیتي مسؤلیتونو د لیږد د بهیر په ښه تر سره کیدو کې د خپل هیواد ملاتړ څرګند کړ.
افغانستان او امریکا غواړي چې په خپلو کې یو امنیتی تړون هم لاسلیک کړي، چې ورباندې تراوسه پورې درې دوره خبرې شوې دي.