ایساف ځواکونو په چپرهار ولسوالۍ کې د معارف د کارکوونکو په ګډون یو شمېر مشکوک کسان نیولي .
د چپرهار ولسوالۍ اوسیدونکي وايي،چې بهرنیو ځواکونو د دوی د ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې شاوخوا شل تنه مشکوک کسان نيولي دي.
د سیمې دغو اوسیدونکو،چې د نوم له څرګنده ولو يې ډډه کوله ازادۍ راډیو ته وویل،چې بهرني ځواکونه د دوی سیمې ته لاړل او د یوه ښوونځي د مدیر او ښوونکو په ګډون ځينې نور کسان يي نیول، ولې کوم اسناد يې ورسره پیدا نکړل.
د یادې پيښې په اړه دولتي چارواکو رسیمي څه نه دي ویلي،خو د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسول اصف شینواری وايي،چې په دغو نیول شویو کسانو کې د معارف ریاست یو شمېر کارکوونکي دي.
د یادو کسانو د نیولو په اړه د ولایت او بهرنیو ځواکونو رسمي نظر نه دی څرګند شوی او دا هم روښانه نه ده،چې دا کسان ولې نیول شوي دي.