ائتلافي ځواکونه وايي بګرام هوايي اډې ته يې نژدې يوه الوتکه نسکوره شوې ده

د ناټو په مشر ۍ ایتلافي ځواکونه وايي چې د بګرام هوايي اډې ته نږدې یې یوه کارګو الوتکه را غورځيدلې ده .

د ناټو ځواکونو یوه ویاند لوکا کارنیل ویلي چې دا ملکي الوتکه نن د بګرام له هوايي ډګره تر الوتو لنډه شیبه وروسته را وغورځيده .

ده رده کړه چې دا الوتکه به وسله والو طالبانو ویشتي وي.

تراوسه د تلفاتو رپوټ نه دی ورکړ شوی.