موسى کلا ولسوالۍ ته په پاکستان کې دسيسه جوړېږي

موسى کلا ولسوالي

د هلمند د موسى کلا ولسوالۍ د امنيت پر سر ناندرۍ لا هم دوام لري. په مشرانو جرګه کې د هلمند سناتور ملا شېرمحمد اخندزاده وايي د موسى کلا ولسوالۍ د امنيت د خرابۍ دسيسې د پاکستان په کوټه ښار کې طرحه کېږي.

خو د هلمند امنيه قوماندان چې موسى کلا ولسوالۍ ته تللى وايي هلته امنيت ښه دى او هېڅکله به په موسى کلا ولسوالۍ کې وسلوالو مخالفانو ته د ګډوډۍ اجازه ورنه کړي.

محمد الياس داعي راپور اوروي

Your browser doesn’t support HTML5

د محمد الياس داعي راپور