ولسمشر کرزي او ډېوېډ پییرس د برکسل د غونډې په اړه خبرې وکړې

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا سرپرست استازي تیره ورځ په ارګ کې له ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل.

د جمهوري ریاست له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي؛ چې ولسمشر کرزي او ډېوېډ پییرس په بروکسل کې د افغانستان، پاکستان او متحده ایالاتو تر منځ د چهار شنبې ورځې د کېدونکو خبرو اترو په باب سلا مشورې وکړې.

له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې؛ ښاغلۍ پییرس له کابل څخه په خپله کتنه کې د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو، د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون د څرنګوالي او په سیمه کې د روانو حالاتو په باب خبرې کوي.

ډیوډ پییرس له دې نه مخکې چې کابل ته لاړ شي په اسلام اباد کې يې له پاکستاني مقاماتو سره هم خبرې کړې دي.