د سوريې د اپوزيسيون ملګري په استانبول کې جرګه شول

په سوریه کې د رژیم د اپوزیسیون ملګري هیوادونه ، چې د سوریې د نړیوالو ملګرو ډله ورته ویل کیږي، نن په استانبول کې را غونډ شوي دي.

دوی په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم پر ضد له اپوزیسیون ځواکونو سره د مرستې پر لارو او امکاناتو غور کوي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري به نن په دې غونډه کې د سوریې د رژیم ضد وسله والو ته د ۱۳۰ ملیونو ډالرو په ارزښت غیر پوځي مرستې اعلان وکړی.

په عین حال کې داسې ویل کیږي، چې اروپايي هیوادونه د وسلو د وروکولو د بندیز پر نرمولو غور کوي تر څو د اپوزیسیون پلویانو ته وسلې واستول شی.

د سوریې د ملګرو په ډله کې یولس هیوادونه شامل دي ، چې د امریکا متحد ایالات ، اروپايي او عربي دولتونه هم په کې راځي .