په پاکستان کې د تروریزم ضد محکمې نن حکم وکړ ، چې پخوانی ولسمشر پرویز مشرف باید دوې اونۍ په توقیف کې پاتې شي.
پخوانی پوځي مشر پرویز مشرف نن سهار په اسلام اباد کې د تروریزم ضد محکمې ته حاضر شو . د پاکستان ټلویزیون مشرف ښکاره کړ ، چې د ګڼ شمیر امنیتي او شخصي ساتونکو په منځ کې د محکمې خونې ته ننوت.
پرویز مشرف د جمعې په ورځ ونیول شو او له هغه راهیسې د پولیسو تر څارنې لاندی دی.
پرویز مشرف په ۲۰۰۷ کال کې په غیر قانوني ډول د سترې محکمې د قاضیانو د له کاره ایستلو، د اضطراري حالت د اعلان او د اساسي قانون د ځنډولو په تور محاکمه کیږي.
د پرویز مشرف د فیس بوک پر پاڼه په یوه پیغام کې ویل شوي، چې پر ده لګیدلي تورونه سیاسي اړخ لري.
دی په مارچ کې پاکستان ته ستون شو تر څو د مې د یولسمې په انتخاباتو کې ګډون وکړي خو د انتخاباتو کمیسون دي په ټاکنو کې د ګډون په شرایطو برابر نه دی ګڼلی .