ولسي جرګې د سولې پر روانې پروسې انتقادونه وکړل

ولسي جرګې پریکړه وکړه چې په افغانستان کې به د سولې د روانو هڅو د بریا او ښه پرمختګ لپاره یوه طرح جوړه کړي.

د دې جرګې غړو نن وویل چې د سولې روانې هلې ځلې ډیرې کمزورې دي او له همدې امله دا پروسه ناکامه پاتې ده.

دې جرګې پریکړه وکړه چې یوه طرح به په دې برخه کې جوړه او حکومت ته به یې د عملي کولو لپاره وسپاري.

د ولسې جرګې لمړي مرستیال میرویس یاسیني چې د دي جرګې مشري يي په غاړه لرله پدې اړه وویل.


( د نړیوالو اړیکو د کمیسیون په مشرۍ دې څلورکمیسیویونه تشکیل او خپل رپوټونه او طرحې دې د ملت د دردونو په پام کې نیولو او د هغو په منعکسولو سره عمومي مجلس ته وړاندې کړي څو د هرې یوې مادې په اړه یې پریکړه وشي.)

د سولې عالي شورا سره له دې چې په دې برخه کې یو لړ ستونزې مني خو وایی چې دا شورا ښې لاس ته راوړنې هم لري.

د سولې د عالي شورا غړي او ویاند مولوي شهزاده شاهد د ولسې جرګې لخوا د سولې په برخه کې د طرحې له جوړولو هرکلی وکړ او ویې چې دا طرح به هرو مرو د سولې پروسې ته ډیره ګټه ورسوي.