په سوریه کې د هوايي بمبارۍ په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي

په سوریه کې فعالان وايي، د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې پر یوه ښارګي د حکومت د هوايي بمبارۍ په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي دي.

دا هوايي برید پرون د ادلیب ولایت په سراقیب سیمه کې وشو.

په هغه ویدیو کې، چې په انټرنټ کې خپره شوې، لوخړې او دغه راز له ټپیانو سره د مرستې لپاره په موټرو او موټر سایکلونو کې د خلکو تګ راتګ ښودل کېږي.

د بشري حقونو د څار ډلې دا اونۍ په یو راپور کې د سوریې پر حکومت تور ولګاوه، چې له توپیر پرته او کله ناکله په قصدي توګه پر ملکي خلکو د هوايي بمباریو په کولو سره جنګي جنایات ترسره کوي.

دا راپور وايي، چې د تیر اوړې راهیسې تر اوسه په دا ډول بریدونو کې لږه تر لږه څلور زره درې سوه کسان وژل شوي دي.

په عین حال کې د شنبې په ورځ هغه مهال، چې د سوریې د اپوزیسون د وسلوالو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د اکمالاتو د ستراتیژیکي لارې د کنترول پر سر جګړه ونښته د لبنان په شمال کې د سوریې د حکومت څو د هاوان مرمۍ چاودلې دي.

د لبنان رسمې ملي اژانس ویلي دي، چې دې چاودنو مرګ ژوبله نه ده اړولې خو په سیمه کې یې د برېښنا شبکه زیانمنه کړې ده.