په جاپان کې زلزلې ١٥ کسان ټپيان کړل

د ریښتر په مقیاس د شپږ درجو زلزلې نن سهار د جاپان لویدیځې سیمې ولړزولې.

له سیمې څخه د خپرو شویو رپوټونو له مخې پنځلس تنه ټپیان شوې دي او زلزلې ځینو ودانیو ته هم زیان اړولی دی.

د سونامي خبرداری نه دی ورکړ شوی.

کیودو خبرې اژانس د اکاتا اتومي بټۍ د مسوول په وینا خبر ورکړ چې دغو تاسیساتو ته زیان نه دی اوښتی.