په خيبرپښتونخوا کې چاودنې ٨ کسان ووژل

پاکستانې چارواکي وایي، په خیبرپښتونخواه ایالت کې نن په یوه مسافر وړنکي بس کې د چاودنې له امله لږ ترلږه اته کسان مړه او ۷ نور ټپیان شول.

چاودنه په متنو سېمه کې شوې او مسولیت یي سمدستې چا ندی منلی.

د پاکستان امنیتي ځواکونو پدي وروستیو کي په سرحدي او قبایلي سېمو کې د وسله والو پر ضد عملیات سخت کړې او دغه راز له انتخاباتو تر مخه تروریستي حملې او چاودنې هم زیاتې شوې او له خلکو سره یي اندېښنې زیاتې کړیدي.