د اوکراين ولسمشر وايي پخوانۍ صدراعظمې ته عفو نه شي کولاى


د اوکراین ولسمشر ویکتور یاناکوویچ Viktor Yanukovych وايي چې پخوانۍ صدراعظمې یولیا تیماشینکو ته عفو نشي کولای.

دا په داسې حال کې ده چې په فساد کې د لاس لرلو په تور د مېرمن تیماشینکو د دوسیې قانوني بهیر روان دی. یاناکوویچ خبریالانو ته وویل څومره ژر چې د قضیې قانوني بهیر پای ته ورسېږي د عفوې مسئله ممکنېدای شي.

یاناکوویچ دا څرګندونې د دې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې ولې د اپرېل په اوومه د تیماشینکو د متحد د کورنیوچارو د پخواني وزیر یوري لوڅېنکو Yury Lutsenko عفو په صحي دلایلو ممکنه شوه خو د تیماشینکو لپاره چې د ۲۰۱۲ کال له مې میاشتې را هیسې په خارکوف ښار کې تر علاج لاندې ده، امکان نلري.

یولیا تیماشینکو په ۲۰۱۱ کال کې له قدرت څخه د ناوړه استفادې په تور په اوه کاله حبس محکومه شوه خو اوس د درغلۍ او د مالیې له ورکړې د سرغړونې او همداراز په ۱۹۹۶ کال کې د یوه وکیل د وژنې جلا تورونه پرې لګول شوي دي.