په پاکستان کې د راروانو انتخاباتو يو کانديد ووژل شو


د پاکستان کې د راروانو انتخاباتو یوتن کاندید پرون په جنوبي ښار حیدرآباد کې د وسله والو په ډزو ووژل شو.

د متحده قومي غورځنګ یا MQM غړی فخرالاسلام چې په خټه پښتون و، پرون حیدرآباد ته نژدې د وسله والو موټرسایکل سپرو په ډزو ووژل شو.

د پاکستاني طالبانو د تحریک یوه ویاند احسان الله احسان له رسنیو سره په تماس کې د فخرالاسلام د وژنې مسوولیت ومانه. پاکستاني طالبانو د MQM په ګډون مهمو سیکیولر یا غیرمذهبي ګوندونو ته پر اسلامي وسله والو فعالیتونو د انتقاد په خاطر ګواښ کړی.

احسان خبرداری ورکړ چې دوی به د دې ګوندونو د کاندیدانو وژلو ته دوام ورکړي. له دې پېښې وروسته د پاکستان موقت صدراعظم میرهزارخان کوسو د مې د یوولسمې د انتخاباتو د ټولو کاندیدانو لپاره د کلکو امنیتي تدابیرو امر وکړ.