د سربیا د صدراعظم مرستیال الکساندر وچیچ وايي، چې دا هیواد باید د اروپايي اتحادیې په منځګړیتوب له کوسووا سره د اړیکو د عادي کیدو پلان لاسلیک نه کړي.
الکساندر وچیچ په سربیا کې د حاکم ایتلاف د تر ټولو ستر ګوند مشر دی او ټینګار یې کړی دی ، چې حکومت باید له کوسووا سره خبرو ته ادامه ورکړي.
ښاغلي وچیچ د خپل ګوند ( د پراختیا په حال کې سربیا) له غړو سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته وویل، چې د اروپايي اتحادیې د څومیاشتنیو مذاکرو او منځګړیتوب په پایله کې رامنځ ته شوی دی د سربیا اساسي ګټې نه شي خوندي کولای.
خو ده له کوسوا سره د خبرو پر دوام ټینګار وکړ او ویویل ، چې په تر ټولو ممکن لنډ وخت کې د یوه حل موندلو ته اړتیا ده .
سربیا او کوسوا باید تر سبا پورې پدې ارتباط د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي مشرې کاترین اشټن ته یو ځواب ورکړي.
اروپايي اتحادیې ویلي، چې په دې اتحادیه کې د سربیا غړیتوب په اړه د خبرو پيل پدې پورې تړلې ده ، چې تر کومه حده له کوسووا سره خپلې اړیکې نورمال حالت ته راوستلای شي.