پروېز مشرف کولاى شي انتخاباتي مبارزه وکړي

د پاکستان انتخاباتي چارواکي وايي ددې هیواد پخوانی پوځي واکمن پرویز مشرف کولای شي چې د مي د میاشتې په عمومي انتخاباتو کې ځان کاندید کړي .

په لرې پراته شمالي ښار چترال کې چارواکو د یکشنبې په ورځ د مشرف کاندیدي تایید کړه . په داسې حال کې چې په کراچۍ او نورو ښارونو کې چارواکو د نوموړې کاندیدې رد کړې وه .

پرویز مشرف د ۱۹۹۹ م کال له پوځي کودتا او د ملکي ریژیم له نسکورولو وروسته تقریبا لس کاله پرپاکستان واک وچلوه . نوموړې له څلور کلن تبعید وروسته تیره میاشت په انتخاباتو کې د ګډون لپاره بیرته پاکستان ته ستون شو .

نوموړې په هیواد کې له ګڼو قانونې چیلنجونو سره مخ دی چې په کې پر نوموړې د خیانت دوسیه هم شامله ده چې د مرګ سزا لرلی شي . نوموړی د پخوانۍ صدراعظمې بینظیر بوټو او د بلوڅو د مشر په وژلو کې د لاس لرلو په تور د محکمې له خوا د نیول کیدو له حکم څخه په ضمانت خوشې شوی دی .