په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ماین یوې چاودنې درې تنه ملکي وګړي زخمیان کړي .
د ننګرهار ولایت مقام څخه په راستول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي،چې نن سهار شاوخوا ۹ بجې د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند ډاګه سیمه کې پر ملکي وګړو ځای پرځای شوی ماین چاودلی،چې له امله يي درې تنه زخمیان شوي.
د ولایتي چارواکو په خبره زخمیان د ولسوالۍ روغتون ته لیږدول شوي او روغتیايي وضعیت يي ښه بلل شوی.
د یو بل خبر له مخې، تیره ورځ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې یو ساعت سخته ګلۍ شوې،چې د ننګرهار د ولایتي چارواکو په خبره په شاوخوا څلور سوه جریبه ځمکه ولاړ فصلونه يي خراب کړي دي.
دارنګه د هسکې مینې ولسوالۍ بزګرو هم ازادۍ راډيو ته ویلي،چې په دې ولسوالۍ کې هم د ګلۍ د ورښت له امله د دوی فصلونو ته سخت زیان اوښتی دی.