په تګاب ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې درې طالبان وژل شوي

چارواکي وايي، چې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې درې طالبان وژل شوي او دوه افغان پولیس ټپيان دي.

د تګاب امنیې قومندان محمد نوروز ازادي راډيو ته وویل، دا عملیات پرون ناوخته د تګاب په درېو سیمو له هغې ډلې عمرخلیو او ګراتیا کې شوي چې په نتیجه کې یې درې طالبان وژل شوي او پنځه نور هم ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.