په روسیه کې لاهم د غیر حکومتي سازمانو د تلاشۍ عملیات روان دي

په روسیه کې نن هم د غیر حکومتي سازمانونو د تلاشۍ عملیات روان دي.

نن په مسکو کې د عفوې د نړیوال سازمان مشر "سرګې نکیتین" تایید کړه؛ چې له مخکني پلان څخه پرته د دوی دفتر تلاشي شوی دی.

ښاغلي نکیتین ویلي، چې نن سهار د روسیې د مالیې مامورین او د څارنوالۍ استازي ورغلل او د اسنادو غوښتنه یې وکړه.

سرګې نکیتین وايي، چې د دوشنبې په سهار درې تنه د مسکو د څارنوالۍ او یو تن د مالیې له دفتره راغلل او د اسنادو یو لست یې راکړ، چې دوی یې کاپي ګانې غوښتې.

د روسیې د بشري حقونو سازمان وایي چې؛ د دوی دفتر هم نن تلاشي شوی دی.

د دې ادارې مشر "الکسانډر بوکواریف" ویلي چې؛ د څارنوالۍ استازي، د ماليې پولیس او د عدلیې د وزارت مامورین نن سهار د تلاشي لپاره د دوی دفتر ته ورغلي وو.

الکسانډر بوکواریف ویلي، چې هېڅ ډول اسناد به په لاس ورنه کړي؛ ځکه ټول اسناد یې څه موده مخکې لا د عدلیې په وزارت کې ثبت کړي دي.

په روسیه کې له تیرې اونۍ راهیسې په لسګونو غیر دولتي ادارې تلاشي شوې دي.