د کانګو هیواد د جنګې جرمونو مشکوک بوسکو تګندا Bosco Ntaganda چې د قتلونو، جنسي تېریو او له کوچنیانو څخه د عسکرو په توګه د کار اخیستلو په جرمونو تورن دی، له تسليمیدو وروسته دا مهال په هالند کې د نړیوالو جنګي جرمونو په محکمې کې بندي دی.
تګندا د جنګې جرمونو لومړنی مشکوک دی چې په خپله خوښه یې ځان تسلیم کړ.
تګندا چې بل نوم یي ټرمینېټر یا ختموونکی دی، د دوشنبې په ورځ یې په رواندا کې د امریکا سفارت ته ځان تسلیم کړ. نوموړی نن سهار هاګ ته ورسیده او تمه ده چې د سه شنبې په ورځ به یې محاکمه پیل شي.
تګندا د کانګو ډموکراټیک جمهوریت په ختیځ کې پوځي قوماندان و او تورن دی چې د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو تر منځ یې په سلونو کسان وژلې دي.