اسرائيل او ترکيې د خپلو اړيکو د عادي کولو ژمنه وکړه

د اسرائيل صدراعظم د اسرائيلي ځواکونو په يوه بريد کې د ځينو ترکي فعالانو د وژنې له کبله بخښنه وغوښته، له دې سره اسرائيل او ترکيې ژمنه وکړه چې خپلې اړيکې به له سره رغوي او د يو بل هېوادونو ته به سفيران لېږي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما اسرائيل ته په خپل سفر کې د اسرائيل او ترکيې صدراعظمانو ته زمينه برابره کړه، چې په خپلو کې ټليفوني خبرې وکړي.

وروسته له هغه چې د اسرائيلو صدراعظم په يوه ټليفوني تماس کې له خپل ترکي سيال څخه په غزه کې د ترکي فعالانو د وژنې له کبله بخښنه وغوښته، اسرائيل او ترکيې پرون پرېکړه وکړه، چې خپلې ډيپلوماتيکې اړيکې به بېرته اعاده کوي، د امريکا ولسمشر بارک اوباما اسرائيل ته په خپل سفر کې تر يوه حده د دې پرمختګ منځګړيتوب کړى دى.

دواړه هېوادونه له دې وېره لري، چې د سوريې کورنۍ جګړه ښايي د دوى اړوندو پولو ته هم لمن وغزوي. د ترکيې پر يوه بېړۍ چې په بشري مرستو بار وه او غزې ته روانه وه، د اسرائيلي پوځيانو د بريد او په پېښه کې د ځينو ترکي فعالانو د وژنې له کبله نژدې درې کاله د دوى ترمنځ کړکېچ موجود و، تر دې چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما د دوى د خرابو اړيکو جوړولو ته زمينه برابره کړه.

بارک اوباما د اسرائيل تر سفر وروسته په عمان کې يوه کنفرانس ته وويل:

”په تېرو دوو کلونو کې ما له اسرائيلي صدراعظم نتنياهو او ترکي صدراعظم اردوغان سره په دې اړه خبرې کړي، چې د دوى ترمنځ درز ولې بايد ختم شي، د دې لپاره چې دوى پر خپلو ګډو ګټو او اندېښنو سلا شي، ضرور نه ده چې پر ټولو مسايلو توافق وکړي“

د بخښنې غوښتنه د اسرائيل د صدراعظم بنيامين نتنياهو په دريځ کې حيرانوونکى بدلون و، چې مخکې يې د بخښنې له غوښتلو ډډه کوله. نتنياهو له خپل ترکي سيال رجب طيب اردوغان سره تر ٢٠ دقيقه يي ټليفوني تماس وروسته دغه مهم پرمختګ اعلان کړ.

د نتنياهو له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي:

”دوى د اسرائيل او ترکيې ترمنځ د اړيکو پر عادي کولو موافقه وکړه، دوى به د يو بل هېوادونو ته سفيران لېږي او د اسرائيلي سرتېرو په وړاندې به قانوني اقدامات لغو کېږي“

اعلاميه وايي نتنياهو د اسرائيل او ترکيې ترمنځ د اړيکو پر خرابوالي افسوس څرګند کړ او ژمنه يې وکړه، چې اختلافات به ختموي څو د سيمې په سولې او ثبات کې پرمختګ راشي.

په همدې حال کې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير احمد داود اوغلو په انقره کې په خپله ټلويزيوني مرکه کې وويل، ترکيې خپلې پېشنهاد شوې غوښتنې ترلاسه کړي:

”درې غوښتنې مطرح شوې وې. بخښنه، د غرامت ورکړه، پر غزې د تحريمونو ليرې کول او په دې سيمه کې پرمختګ. کله چې د ترکيې جمهوريت يوه پاليسي طرحه کوي، بې له دې چې د اړتيا وړ وخت ته پام وکړي، تعقيبوي يې او نتايج يې ترلاسه کوي. هغه اساسي غوښتنې چې هغه وخت موږ کړې وې، اوس پور شوې دي“

د اسرائيل د صدراعظم په اعلاميه کې راغلي چې د دغو ترکي فعالانو وژنه قصدي نه وه او په اعلاميه کې پېشنهاد شوى چې د وژل شويو کسانو خپلوانو ته به غرامت ورکړل شي.

يو مهال اسرائيل او ترکيه نژدې متحد هېوادونه وو، دا اړيکې وروسته تر هغه محدودې شوې، چې په ٢٠٠٣م کال کې رجب طيب اردوغان چې ګوند يې اسلامي ريښې لري، د ترکيې صدراعظم شو.

دا اړيکې هغه وخت لا پسې خرابې شوې، چې د ٢٠١٠م کال د مې په وروستۍ ورځ د اسرائيل کومانډو ځواکونو د ماوي مرمره په نامه پر يوه ترکۍ بېړۍ بريد وکړ، چې هڅه يې کوله د اسرائيل تر محاصرې لاندې غزې ته چې د حماس په کنټرول کې ده، بشري مرستې ورسوي. په بريد کې اته ترکان او يو بل چې په خټه ارمنى و، ووژل شول او په لسګونو نور فعالان ټپيان شول. په پېښه کې اووه تنه اسرائيلي سرتېري هم ټپيان شوي وو.