د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د نړۍ د کاتولیکانو د ستر مذهبي مشر په توګه د پاپ فرانسس د ټاکل کیدو مبارکي ویلې ده.
جمهوررئیس کرزي هیله څرګنده کړې چې نوی پاپ به د نړۍ د ادیانو تر منځ پوهاوی او ډيالوګ پراخ کړي.
د جمهوري ریاست په خبرپاڼې کې ویل شوي چې جمهور رئیس کرزي د چین نوي جمهور رئیس ژي جینپینګ ته هم د هغه د ټاکل کیدو مبارکې ویلي او د بریاو هیله یې څرګنده کړې ده.
جمهور رئیس کرزي ویلي، د افغانستان د خلکو او خپل ځان له خوا د چین جمهور رئیس ژي جینپینګ ته د زړه له کومې مبارکۍ وړاندي کوي او هیله لرو چې د دوى تر مشرتابه لاندې به د چین او افغانستان تر منځ اړیکې نور هم پراخ شي.