په عراق کې له ۲۰۰۳م کال څخه تر ۲۰۱۱م پورې ۱۶ زره ملکیان وژل شوي دي

په یو تازه څیړنیز راپور کې چې د "لن سیټ" په نوم یوې معتبرې خپرونې خپور کړی؛ راغلي، په عراق کې د ۲۰۰۳ م کال د مارچ له میاشتې څخه تر ۲۰۱۱ م کال کې له دې هیواد څخه د امریکايي ځواکونو تر وتنې پورې شپاړس زره ملکي عراقیان او څلور زره اته سوه بهرني سرتیري وژل شوي دي.

دا څیړنه چې د امریکا د طب د یو پوهنځي د دوو استادانو له خوا شوې ده؛ همدارنګه اټکل کوي، چې په عراق کې د امریکا مداخله تر اوسه د واشنګټن لپاره د اته سوه لس ملیاردو ډالرو په لګښت تمامه شوې ده.

څیړنه ښيي چې یو زیات شمیر ملکي عراقیان د دې هیواد روغتیايي ادارو ته د اوښتي زیان له کبله ټپیان او یا ناروغان شوي او پنځه میلونه نور کډوالۍ ته اړ شوې دي.

په څیړنه کې ویل شوي، چې په دې جګړې کې تر یو دیرش زرو زیات امریکايي سرتیري ټپیان شوي دي او د پام وړ شمېر یې په رواني تکلیفونو اخته شوې.

دا څیړنیز راپور د عراق د جګړې د پیل د لسمې کلیزې په درشل کې خپور شوی دی.

لس کاله مخکې د مارچ پر نولسمه نیټه، د امریکا متحدو ایالتونو پر عراق پوځي حمله پیل کړه.