عبدالکریم خرم د پاکستان په وړاندې د امریکا پر پالیسۍ هم انتقاد وکړ

د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکي وايي، په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې ګونګوالی د دې سبب شوی چې ولسمشر حامد کرزي په دې وروستیو کې پر امریکا انتقادونه زیات کړي دي.

د جمهور رییس د دفتر رییس عبدالکریم خرم له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکې کې د پاکستان په وړاندې د امریکا پر پالیسۍ هم انتقاد وکړ.

نوموړي پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي ازادي راډیو ته وویل، ولې له هغه ځای سره چې ترهګرۍ پکې پیاوړې کیږي، په میلیارډونو ډالره مرسته هم کیږي:

(هغه څه چې ډیر مهم دي، دا دي چې د ترهګرۍ په اړه وضاحت او د افغانستان او پاکستان په اړه وضاحت راوستل شي.

داسې څنګه کیدای شي چې په یوه ځای کې چې ترهګرۍ پکې پیاوړې کیږي، هر کال په میلیارډونو ډالره مرسته هم ورسره کیږي. دا د کوم منطق پر اساس کیږي. زه نه وایم چې څوک دې ولاړ شي او د یوه هیواد ښارونه دې بمبار کړي. ددې لارې ډیرې اساني دي او خپله هم په دې پوهیږي چې مخه یې څنګه ونیسي.)

افغان چاراکو تل ټینګار کړی، چې په پاکستان کې ترهګر پیاوړي کیږي.