د کابل په هوايي ډګر کې درې کسان له هيرويينو سره ونيول شول

د کابل د هوايي ډګر امنیتی مسوولین وایی ، درې کسان چی غوښتل یی په خپلو خیټو کی د کپسول په شکل هیرویین هندوستان ته قاچاق کړي، نیول شویدي.

د کابل دنړیوال هوایي ډګر د سرحدی پولیسو قومندان جنرال محمد جمعه عدیل نن رسنیو ته وویل، دا درې تنه د نیمروز ولایت اوسیدونکي دي او په خپلو خیټو کې یې له درېیو کیلوګرامه ډیر مخدره مواد ځاي کړي و.

نوموړي وویل چې په وروستیو دریو څلور میاشتو کې دوه نور کسان هم د کابل په هوايي ډګر کې د مخدره موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

بله خوا په ننګرهار ولایت کې امنيتي کسانو زر لیټره تیزاب چې د هیرویینو په جوړولو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي، نیولې دي.

د ننګرهار امنيه قومندان مل پاسوال محمد شريف امين خبریالانو ته وویل، ددوي ځواکونو د بهسودو ولسوالۍ په رينګ روډ سيمه کې پنځوس بوشکې تیزاب نيولي دي.

امین وايي، ددغو تیزابو په تړاو دوه کسان هم نیول شوي دي.