افغان لوري ته د بګرام زندان د مسووليت سپارل وځنډول شول

د افغانستان دفاع وزارت وايي ، افغان حکومت ته د باګرام زندان د بشپړ مسولیت سپارل وځنډول شول.

ټاکل شوې وه، دا زندان چې اوس د پروان زندان په نوم یادیږي په رسمې ډول نن افغان حکومت ته سپارل شوى واى.

د دفاع د وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري آزادي راډیو ته وویل، دا کار د تخنیکي ستونزو له امله تر نا معلوم وخته پورې وځنډول شو.

ايساف او افغان چارواکو تیره اونۍ اعلان کړی و چې د باګرام زندان بشپړ مسووليت به له بهرنيو ځواکونو څخه نن (شنبې ) افغانانو ته وسپارل شي.