د بیلروس جمهور رئیس الکساندر لوکاشینکا د خرابو اقتصادي نتیجو له امله د حکومت د منحلولو ګواښ وکړ.
لوکاشنیکا د جمعې په ورځ د کابېنې په غونډې کې وویل، په روان کال کې د ۲۰۱۲ م کال د اقتصادي حالت تکرار به د حکومت د سمدستې ړنګولو سبب شي.
په بیله روس کې د خبري رسنیو راپورونه وایي، ددي هیواد اقتصاد په ۲۰۱۲ م کال کې په سلو کي یو اعشاریه ۵ وده کړي وه، خو لوکاشینکا لږ ترلږه په سلو کي پنځه وړاند وینه کړې وه.
لوکاشینکا پداسي حال کې د حکومت د ړنګولو ګواښ وکړ چې د بیله روس ملې بانک د جمعې په ورځ د پولې تورم له وجې، د لسو او شل روبلو بانک نوټونو اخیستل بند کړل. دا مهال یو امریکایي ډالر د ۸۶۵۰ بیله روس روبلو سره بدلیږي.