يو امريکايي عسکر ښايي په شل کلن بند محکوم شي

برادلی مننګ هغه امریکایي عسکر چې د امریکا په تاریخ کې د ترټولو ډیرو محرمو اسنادو د خپرولو په تور نیول شوی و د محکمې له خوا په لسو قضیو کې مجرم وپیژندل شو .

ممکنه ده چې دی شل کاله په بند کې تیرې کړي. پوځي څارنوالان وايي، له دښمن سره د مرستي په ګډون د مننګ پر ضد دوولس نورې قضیي به په محکمې کې تعقیب کړي.

ده اعتراف کړى چې د امریکا د پوځ او بهرنیو چارو د وزرات ځینې محرم اسناد یې ویکي ليکس انټرنټي پاڼې ته ورکړي وو.

اسوشییت پرس خبري اژانس په دی اړه مطلب خپور کړى چې مهم ټکي یې فریده هوډ سیفي وړاندې کوي .

Your browser doesn’t support HTML5

د فريدې هوډ سيفي راپور