د فرانسې او روسیې ولسمشرانو نن په ماسکو کې سره ولیدل

د خبرو په پیل کې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د نړیوالو شخړو د هواري په برخه کې د دواړو هیوادو پر هڅو ټینګار وکړ:

« زه دلته یم او دا زموږ د اړیکو څرګندونه کوي. موږ پوهیږو چې دا هغه تاریخي اړیکي دي چې دواړه هیوادونه یې سره متحد کړې دي. اړیکي مو تنګ دي او موږ دوه ستر هیوادونه یوو، د ملګرو ملتو د امنیت شورا غړي یوو چې د نړیوالو شخړو او ګواښونو د مخنوي مسوولیت لرو، په تیره بیا د ترورزم د مخنوي»

د روسې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا هیله څرګنده کړه چې د دواړو هیوادو ترمنځ اقتصادي اړیکي پراخې شي.

تر دې خبرو مخکې د فرانسې ولسمشر ویلي و چې دی به له ولادیمیر پوتین څخه وغواړي چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له ملاتړه لاس واخلي.