د امريکا د بهرنيو چارو وزير د سوريې د اپوزيسيون له مشر سره په روم کې وکتل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د سوریې د اپوزسیون ډلې له مشر معاذ الخطیب سره په روم کې د سوریې د دوستو هیوادو تر غونډې مخکې وکتل
.
دا له معاذ الخطیب سره د امریکا د بهرنیو چارو د دغه نوي وزیر لومړۍ غونډه ده.

تمه ده چې د روم په ننۍ غونډه کې کری د سوریې له اپوزسیون سره په ملکي برخه کې د امریکا د مرستو اعلان وکړي.
جان کري پرون وویل چې واشنګتن پر هغو لارو چارو غور کوي چې په سوریې کې ورسره د سیاسي واک انتقال ګړندی شي، همداراز د سوریې اپوزسیون ته د ډیرو مرستو د رسولو پر مسالې فکر کوي، حو د بشار الاسد رژيم نسکوره کړي.
په روم کې د لسګونو هیوادو استازي د سوریې له ملي ایتلاف سره غونډه کوي
.
د سوریې ملي ایتلاف مخکې د روم په غونډه کې له برخې اخیستو انکار کړی و، خو وروسته تر دې یې خپل دریځ بدل کړ چې جان کري اعلان وکړ چې په غونډه کې به پر کره وړاندیزونو بحث وشي.