بنګله دېش: درې تنه مظاهره کوونکي له پولیسو سره په اخ و ډب کې وژل شوي

د بنګله دیش په پایتخت ډاکې کې لږ تر لږه څلور کسان هغه مهال ووژل شول؛ چې پولیسو د پرلپسې دریمې ورځې په ترڅ کې د مظاهره چیانو سره په اخ ډب واوښتل.

راپورونه وايي، د درې زرو په شا او خوا کې مظاهره چیانو چې ډیر یې دیني طالبان و او د حکومت د مهم سیاسي مخالف ګوند پلویان و لویه لاره تړلې و او پر پولیسو یې د کاڼو او لرګیو ګوزارونه وکړل .

ویل کیږي، لږ تر لږه څلویښت کسان چې پولیس هم په کې شامل دي؛ په دې اخ ډب کې ټپیان شوې دي؛ چې اتلس یې په مرمیو ټپیان دي.

مظاهره چیانو د هغه ویبلاګ لیکونکې د اعدام غوښتنه کوي چې د دوی په وینا یې اسلام او د اسلام پیغمبر ته سپکاوی کړی دی .

د فیبرورۍ په دوه ویشتمه نیټه په ورته مظاهرو کې ، څلور نور مظاهره چیان وژل شوي او دوه سوه نور ټپیان شوې وو .