د ارمنستان په مرکز ایروان کې د سیاسي اپوزسیون په سلګونو ملاتړیو نن بیا د انتخاباتو پرضد خپل اعتراضونه پیل کړل.
د دوشنبې د ورځې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رسمي نتیجو له مخې برحاله ولسمشر سرژ سارکزیان بریالی شو.
پرون د بهرنیو چارو د پخواني وزیر رافي هوفانیسیان څو زره ملاتړي د ایروان د کتابخانې په چوک کې راغونډ شول او د انتخاباتو د نتیجو د لغوه کیدو غوښتنه یې وکړه.
د اعلان شویو نتیجو له مخې سارکزیان اته پنځوس اعشاریه څلور شپیته رایي خپلې کړې دي او په ده پسې د هوفانیسیان رایې ډیرې دي چې شپږ دیرش اعشاریه پنځه اویا فیصده شوې.
هوفانیسیان نن له ولسمشر سره غونډه وکړه، خو پرون یې ورته خبرې رد کړې وې.
د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان څارونکو د سه شنبې په ورځ وویل چې د تیرو انتخاباتو په پرتله دا ځل په دې بهیر کې پرمختګ شوی و خو پکې سیالي سمه ترسره نه شوه.