د بغداد په شیعه مېشتو سیمو کې د بمي حملو لړۍ پرون لږ تر لږه 28 کسان ووژل

د عراق د پلازمېنې بغداد په شیعه مېشتو سیمو کې د بمي حملو لړۍ پرون لږ تر لږه 28 کسان ووژل او له 100 زیات یې ټپیان کړل.

دا بمي چاودنې په صدر، حبیبیه او قاهره ښارونو او لږترلږه د بغداد په دوو ولسوالیو کې وشوې.

د روان کال له پیله په عراق کې په بمي حملو کې زیاتوالی راغلی او په دې ترڅ کې پر شیعیه مسلمانانو او امنیتي ځواکونو حملې هم زیاتې شوي.

دا په داسې حال کې ده چې سني افراطي وسله والو په عراق کې د فرقه یي تشدد د پراخولو کمپاین پیل کړی.

له بلې خوا د عراق د تېلو وزارت ویلي چې یوې بمي چاودنې د دې هېواد له ترټولو لویې تصفیه خانې بېجي څخه شمالي ولایت نینيوې Niniveh ته غځېدلی پایپ لاین له کاره غورځولی دی. د چارواکو په وینا دې چاودنې تلفات نه درلودل.