څلور وسلوال طالبان په جګړه کې ووژل شول

په روزګان کې له پولیسو سره په جګړه کې څلور تنه وسلوال طالبان ووژل شول.

د روزګان د امنيې قومندانۍ ویاند فرید عایل ازادۍ رادیو ته وویل چې نن تر غرمې مخکې په مرکز ترینکوټ کې د پولیسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ درې ساعته جګړه شوي چې په نتیجه کې يې څلور وسلوال طالبان وژل شوي وسلې او مهمات یې پولیسو ته په لاس ورغلي دي.

دعایل په وینا په جګړه کې پولیسو ته تلفات نه دي رسیدلي .

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .