د ملي دفاع وزارت وايي په يو لړ عملیاتو کي یي د حقاني شبکې دوه تنه قوماندانان او څلور وسلوال نیولې دي.
د دي وزارت مطبوعاتې دفتر نن وویل، دا عملیات يې په خوست، لوګر، او هلمند ولایتونو کي کړي دي .
ویل کیږی چي د حقاني شبکې دغو قومندانانو په وسلوالو حملو او بمي چاودنو کي لاس درلود.