د ايران د بهرنيو چارو وزير علي اکبر صالحي به د خپل هېواد د اټومي پروګرام د لانجې د حل، دغه راز د روسيې او ايران ترمنځ د اقتصادي همکاريو د غښتلتيا لپاره په مسکو کې له روسي چارواکو سره خبرې وکړي.
صالحي به نن د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره وګوري او د روسيې او ايران د اقتصادي همکاريو د ګډ کميسيون په لسمه غونډه کې به ګډون وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې پنځلس ورځې وروسته په قزاقستان کې يو نړيوال کنفرانس جوړ شي او د ايران د اټومي فعاليتونو د لانجې پر حل لارو په کې خبرې وشي.
امريکا او متحدان يې وايي ايران ښايي د يورانيمو له غني کولو د اټومي وسلو په جوړولو کې استفاده وکړي. ايران دا تورونه ردوي.